تېر ماښام د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالي کې د سرپرست حکومت د امنیتي ځواکونو له لوري د دوی دوه تنه مخالف وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۱ خالد بن ولید له قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کسانو کې یو یې سرګروپ دی.
خبرپاڼه زیاتوي، یادو کسانو د دولت شاه ولسوالي د غره له څوکو د دوی پر امنیتي ځواکونو بریدونه کول.
له وژل شوی کسانو څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دی.
که څه هم په خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې تړاو یو شکمن کس هم نیول شوي، خو دا نه ده روښانه، چې دا وسله وال له کومې ډلې پورې تړلي وو.
واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته، په افغانستان کې یوازې د مقاومت په نوم جبهه او داعش ډله وسله وال فعالیتونه کوي.




