کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د آمو دریا نفتي حوزه کې ۶ نوې څاه ګانې کېندل شوې

د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان پر خپله اکس پاڼه ليکلي، د امو دریا نفتي حوزه کې يې ۶ نوې څاه ګانې کېندلي چې ورسره په دغه حوزه کې د نفتو د استخراج کچه په ورځني ډول ۱۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې. دغه حوزه چې د هېواد په شمال کې په فارياب، جوزجان او سرپل ولايتونو کې موقعيت لري ۲۴ څاه ګانې فعاله دي. د ياد وزارت د وياند&…

2024-02-27 21:24 83۱ دقیقې لوستل
د آمو دریا نفتي حوزه کې ۶ نوې څاه ګانې کېندل شوې

د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان پر خپله اکس پاڼه ليکلي، د امو دریا نفتي حوزه کې يې ۶ نوې څاه ګانې کېندلي چې ورسره په دغه حوزه کې د نفتو د استخراج کچه په ورځني ډول ۱۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې.

دغه حوزه چې د هېواد په شمال کې په فارياب، جوزجان او سرپل ولايتونو کې موقعيت لري ۲۴ څاه ګانې فعاله دي.

د ياد وزارت د وياند‌ په خبره د استخراج کېدونکو نفتو د تصفيې چارې په هېواد دننه د خصوصي سکتور لخوا سرته رسيږي.

نوموړي همداراز ويلي، د روان ميلادي کال ترپايه به په ياده حوزه کې نورې څاه ګانې هم وکيندي.

د ده په خبره نوې څاه ګانې به ۱۲ دانې په قشقره، ۸ دانې په زمرد سای، يوه په بازار کمي او دوه په اق دریا کې وکيندل شي چې ورسره به د ټولو څاه ګانو شمېر ۴۷ ته ورسيږي او همداراز به د نفتو د استخراج کچه په ورځني ډول تر ۳۰۰۰ ټنو ورسيږي.

د ده په خبره اوسمهال په ياده حوزه کې ۱۵۰۰ تنه په مستقیم او غير مستقيم ډول په کار بوخت دي چې په راتلونکي کې به نورو کسانو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب