د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، اقتصادي مرستیال نن «سه شنبه د نومبر ۲۸مه» سرپل ولايت کې د آمو نفتي حوزې له ۸ څاه ګانو څخه د نفتو د استخراج چارې پرانستې.
اقتصادي مرستيال د دغې پروژې د پرانستې په مراسمو کې ويلي، سرپرست حکومت د ټولو ولايتونو متوازن پرمختګ ته ژمن دی.
سرچینې ویلي، ددغې پروژې په عوایدو به په سرپل ولایت کې یو ستر مجهز روغتون، معياري سړک او همداراز د اوبو بند جوړ شي، چې زرګونه کسانو ته به پکې د کار زمينه هم برابره شي.
هغه له قرارداد کوونکو وغوښتي چې د يادې پروژې کارونه په معياري ډول ترسره کړي.
خبرپاڼه زياتوي، د دغو ۸ څاهګانو په فعالېدو سره به د نفتو په استخراج کې ۸۰۰ متره مکعب زياتوالی راشي او په راتلونکي کې به لس نورې څاه ګانې هم فعاله شي.
په ياده حوزه کې اوس مهال ۳۵۰ انجينران او ۵۵۰ کارکوونکي په مستقيم ډول په کار بوخت دي چې د دغو څاهګانو په فعالېدو سره به يې د کارګرو په شمېر کې هم ډېروالی راشي.




