کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د آی‌ او ایم راپور ته غبرګون؛ کډوالو وزارت: تېرو درېیو کالونو کې ۳.۷ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې اعلامیه په خپرولو سره د کډوالۍ د نړۍ‌وال سازمان (IOM) هغه راپورونه رد کړی چې ګواکې له ٢٠٢٠ کال راهیسې اته میلیونه افغانان کډوال شوي دي. یاد وزارت ویلي، پر افغانستان د شوروي اتحاد له برید وروسته تراوسه له افغانستان څخه په دومره لویه کچه خلک نه دي…

2024-08-05 20:57 81۱ دقیقې لوستل
د آی‌ او ایم راپور ته غبرګون؛ کډوالو وزارت: تېرو درېیو کالونو کې ۳.۷ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې اعلامیه په خپرولو سره د کډوالۍ د نړۍ‌وال سازمان (IOM) هغه راپورونه رد کړی چې ګواکې له ٢٠٢٠ کال راهیسې اته میلیونه افغانان کډوال شوي دي.

یاد وزارت ویلي، پر افغانستان د شوروي اتحاد له برید وروسته تراوسه له افغانستان څخه په دومره لویه کچه خلک نه دي کډوال شوي.

دغه وزارت ویلي، ‏د افغانستان په تېر ٤٠ کالن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د کډوالۍ په نسبت د راستنېدنې پروسه ډېره چټکه ده او په تېرو درېیو کالونو کې ٣.٧ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې زرګونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبر را اېستل کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب