کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال مو پکتيا کې ۷۳ زره تذکرې وېشلې

احصايې او معلوماتو ملي ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د پکتيا ولايت د احصايې او معلوماتو ملي اداري تېر ۱۴۰۲ لمريز کال په دغه ولايت کې ۷۲ زره او ۹۶۱ کسانو ته تذکرې وېشلي دي چې له ياد شمېر يې ۴۵ زره او ۴۲۸ الکترونيکي او ۲۷ زره او ۵۳۳ يې بيا کاغذي دي. د دغه ولايت د احصايې او معلوماتو اداري رييس وايي، هره ورځ نږدې اته…

2024-04-02 02:14 103۱ دقیقې لوستل
د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال مو پکتيا کې ۷۳ زره تذکرې وېشلې

احصايې او معلوماتو ملي ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د پکتيا ولايت د احصايې او معلوماتو ملي اداري تېر ۱۴۰۲ لمريز کال په دغه ولايت کې ۷۲ زره او ۹۶۱ کسانو ته تذکرې وېشلي دي چې له ياد شمېر يې ۴۵ زره او ۴۲۸ الکترونيکي او ۲۷ زره او ۵۳۳ يې بيا کاغذي دي.

د دغه ولايت د احصايې او معلوماتو اداري رييس وايي، هره ورځ نږدې اته سوه کسان د تذکرو او اړونده خدماتو د ترلاسه کولو په موخه دغه رياست او اړونده دفترونو ته مراجعه کوي.

سرچينه وايي، د مرکز ګردېز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د‌ دغه ادارې مرکزونه فعال دي.

د سرچيني په خبره توانيدلي چې په دغه ولايت کې ۴۰۰۰ کسانو ته د مړينو او زېږېدنې د ثبت خدمات هم وړاندې کړي.

دغې ادارې ويلي، د تذکرو د وېش لړۍ يې لرو پرتو سيمو ته غځولې او خلکو ته د اسانتيا برابرولو په موخه يې مرکزونه جوړ کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب