احصايې او معلوماتو ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، هېوادوالو ته یې د خدمت په موخه نن پنجشنبه ولايتي رياستونو کې د تابعت تذکرې اصلاحي خدمتونه تفویض کړل.
يادې ادارې په يوه خبر پاڼه کې ويلي، له دې وروسته هېوادوال کولای شي چې خپل ولايت کې له يوې د زياتې تذکرې لغوه کول، د عمر اصلاح، د نوم بدلون، د املايي تېروتنو سمول، د تخلص اضافه کول، لرې کول يا سمول، د مختاړي يا وروستاړي اضافه کول او نور صلاحيتونه خپلو اداري رياستونو ته ورکړل.
د سرچینې په خبره له دې کار يې موخه هېوادوالو ته په چارو کې اسانتيا رامنځته کول ياد کړي دي.
وړانډې ليکل شوي، د دغې ادارې مشر ولايتي مسوولانو ته لارښوونه کړې چې خپلې چارې دې په سمه توګه ترسره کړي.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې دغه کارونه يواځې پلازمېنه کې ترسره کېدل.




