کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د احصایې او مالوماتو ملي اداره: تېرې مېزان میاشت کې د صادراتو اندازه ۲۷۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلې

کابل (کوه نور، ۲۵ عقرب ۱۴۰۴): احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی، چې د تېر میزان په میاشت کې د افغانستان صادرات نږدې ۲۷۵ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېدلي، چې د سنبلې میاشتې په پرتله ۴۵.۱ میلیون ډالر زیاتوالی ښيي. د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د میزان میاشتې د هېواد د صادراتو او وارداتو شمېرې راټ…

2025-11-16 06:33 209۲ دقیقې لوستل
د احصایې او مالوماتو ملي اداره: تېرې مېزان میاشت کې د صادراتو اندازه ۲۷۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلې

کابل (کوه نور، ۲۵ عقرب ۱۴۰۴): احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی، چې د تېر میزان په میاشت کې د افغانستان صادرات نږدې ۲۷۵ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېدلي، چې د سنبلې میاشتې په پرتله ۴۵.۱ میلیون ډالر زیاتوالی ښيي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د میزان میاشتې د هېواد د صادراتو او وارداتو شمېرې راټولې او تحلیل شوې دي.

د سرچینې پر وینا، د میزان میاشتې په جریان کې د هېواد د ټولو صادراتو ارزښت ۲۷۴.۹ میلیون ډالر او د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۱۶۸.۴ میلیون امریکایي ډالر و.

همداراز، د ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ کال د سنبلې میاشتې ټول صادرات ۲۲۹.۸ میلیون ډالرو ته رسېدل، چې د تحلیلونو له مخې، د میزان میاشتې صادرات د سنبلې میاشتې په پرتله ۴۵.۱ میلیون ډالر زیات شوي دي.

سرچینې وړاندې لیکلي، چې بل‌خوا د هېواد واردات د سنبلې په میاشت کې یو میلیارد او ۲۳۲.۶ میلیون ډالر وو، خو دا کچه د میزان په میاشت کې ۶۴.۲ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې همداراز ویلي، چې د میزان میاشتې په جریان کې ډېری صادرات هند، پاکستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته شوي او واردات بیا تر ډېره له ایران، چین، پاکستان او متحده عربي اماراتو څخه ترسره شوي دي.

نړۍوالو معلوماتو ته په کتو، دې ادارې ویلي، چې صادرات د اصلي صادراتو او بیا صادراتو (re-export) څخه او واردات د محصول شوو او غیر محصول شوو توکو وارداتو څخه جوړ شوي؛ خو د وارداتي برېښنا ارزښت پکې نه‌دی شامل.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب