کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د احمد شاه بابا د کور د بيا رغونې چارې بشپړې شوې

 د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د افغانستان د بنسټ ايښودونکي او لوی امپراطور احمد شاه بابا کور تر بیارغولو وروسته ګټي اخستني ته وسپارل شو او رسما د ګرځندویانو پر مخ پرانستل شو. د دغه کور پر بيا رغونه ۱۷ ميليونه افغانۍ لګښت شوی چې چارې يې په ۱۷ مياشتو کې بشپړې شوې. د کندهار ولايتي مسوولينو ويلي، په کور ک…

2026-01-06 07:30 165۱ دقیقې لوستل
د احمد شاه بابا د کور د بيا رغونې چارې بشپړې شوې

 د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د افغانستان د بنسټ ايښودونکي او لوی امپراطور احمد شاه بابا کور تر بیارغولو وروسته ګټي اخستني ته وسپارل شو او رسما د ګرځندویانو پر مخ پرانستل شو.

د دغه کور پر بيا رغونه ۱۷ ميليونه افغانۍ لګښت شوی چې چارې يې په ۱۷ مياشتو کې بشپړې شوې.

د کندهار ولايتي مسوولينو ويلي، په کور کي ئې د ګرځندویانو له پاره یو موزیم، تفریحي سیمه، د وسایطو تمځای او ګڼي نوري اسانتیاوي هم برابري کړي دي.

کندهار مېشتي دا یو ښه ګام بولي او وایي چي، په دې سره به کندهار ته د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو راتګ نور هم زیات شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب