د ټولګټو وزارت ویاند ویاند پر اېکسپاڼه لیکلي چې د اروزګان ولایت د ګېزاب ولسوالي پُل د دغه ولایت د والي، د ټولګټو رییس او قومي مشرانو په شتون کې تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دغه پل ۲۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ۱۱,۹ متره اوږدوالی او ۹,۴ متره پراخوالی لري چې چارې یې په نیږدې اتو میاشتو کې بشپړې شوې.
په خبر پاڼه راغلي چې دا پُل نه یوازې ګېزاب ولسوالي له مرکز ترینکوټ سره نښلوي بلکې، د دایکندي، اروزګان او کندهار پر لویه لاره شتون لري چې د ورانېدو پر مهال یې په یادو لارو تلونکي مسافر له ډېرو ستونزو مخ وو.
د یادونې وړ ده چې د دغه پُل د چارو له بشپړېدلو سره به د سیمې د اوسېدونکو تر څنګ په یاده لاره د تلونکو مسافرو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته شي.




