کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اریوب ځایو سپینې شګې پارک د ۱۲ کلونو لپاره په قرارداد ورکول شوی

د پکتیا ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې ددغه ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د "سپینې شګې" په نوم یو تفریحي پارک د ۱۲ کلونو مودې لپاره په قرارداد ورکول شوی دی. ددغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریئس مولوي سید امين هاشمې ویلي چې ددغه قرارداد له مخې به د کوټکي له بازاره تر پارکه اووه کیلو متره سرک جوړول، د اوبو منظم س…

2025-05-04 21:46 149۱ دقیقې لوستل
د اریوب ځایو سپینې شګې پارک د ۱۲ کلونو لپاره په قرارداد ورکول شوی

د پکتیا ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې ددغه ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د "سپینې شګې" په نوم یو تفریحي پارک د ۱۲ کلونو مودې لپاره په قرارداد ورکول شوی دی.

ددغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریئس مولوي سید امين هاشمې ویلي چې ددغه قرارداد له مخې به د کوټکي له بازاره تر پارکه اووه کیلو متره سرک جوړول، د اوبو منظم سیستم، ۲۴ ساعته برېښنا، سیار کلینیک او نورې اسانتیاوې رامنځته شي.

د هاشمې په وینا دغه قراردادي شرکت به د هر کال دوه میلیونه افغانۍ سرپرست حکومت ته ورکوي او په یاد تفریحي پارک کې به د ۱۲ کلونو په موده کې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.

بل خوا ددغه سیمې اوسېدونکي وایې چې د سپینې شګې پارک سیمه کې ګڼ شمېر ځنګلونه شتون لري او په غوښتنه یې چې د ساختماني کارونو پر مهال باید د سیمې ښکلا ته پاملرنه وشي تر څو زیان ورته ونه رسېږي.

د یادونې وړ ده چې د سپینې شګې پارک ته ګڼ شمېر داخلي او بهرني سېلانیان د تفریح لپاره راځي خو د پاکو اوبو، برېښنا، د سرک خرابوالي او مخابراتو خدماتو نشتون دوی له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب