د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضياء احمد تکل د ازبکستان ترمذ ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیلېدو اعلان وکړ.
ضيا احمد تکل پر اېکس ټولنیزې پاڼې ليکلي: دغه وزارت د افغانانو او بهرنیو اتباعو لپاره په بهر کې د قونسلګر او لا اسانتياوې برابروي.»
ښاغلي تکل زیاته کړی دی چې دغه تدابیر له ازبکستان سره په ګډه نیول شوي دي.
د ترمذ په سرحدي ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د اوسني حکومت تر واک لاندې کار کوي.
هغه انځورونه چې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند خپاره کړي، د اوسني حکومت استازي پکې په ترمذ کې تر سترګو کیږي.
که څه م د شاوخوا دوه کلونو په تېرېدو د نړۍ هېڅ هېواد اوسنی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو په یو شمېر هېوادونو کې سفارتونه او قونسلي چاري د اوسني حکومت استازو ته سپارل شوي دي.
سرپرست حکومت تر دې وړاندې په تهران او اسلام اباد کې د افغانستان په سفارتونو کې د پاسپورټونو د وېش اعلان کړی وو.




