د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په کډوالو چارو وزارت چاودنه غندلې
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په یوه بیان کې په کابل کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو په وزارت کې چاودنه وغندله او د دغې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه یې وکړه. د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د هغو تاوتریخوالو ډلو د له منځه وړلو پر هڅو ټینګار کړی چې هېواد یې بې ثباته کوي او زیاته کړې یې ده چې دا ډول بریدونه د افغانستا…
2024-12-11 20:41 84۱ دقیقې لوستل
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په یوه بیان کې په کابل کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو په وزارت کې چاودنه وغندله او د دغې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه یې وکړه.
د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د هغو تاوتریخوالو ډلو د له منځه وړلو پر هڅو ټینګار کړی چې هېواد یې بې ثباته کوي او زیاته کړې یې ده چې دا ډول بریدونه د افغانستان امنیت کمزوری کوي.
ورته مهال ایران، پاکستان او اروپايي ټولنې د کډوالو چارو پر وزارت د پروني ورځې ترهګریز برید په کلکه غندلی دی.
لیکوال/اېډېټر:
Khatera Akbari

Khatera Akbariخاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.