کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اصف دراني څرګندونو ته غبرګون؛ بهرنیو چارو وزارت: افغانستان يو امن او باثباته هېواد دی

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د استازي اصف دراني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د افغانستان د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه د اصف دراني وروستۍ څرګندونې له ځمکنيو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ګڼل کېږي. یاد وزارت ویلي، درواني چې د کومو…

2024-08-19 21:54 106۱ دقیقې لوستل
د اصف دراني څرګندونو ته غبرګون؛ بهرنیو چارو وزارت: افغانستان يو امن او باثباته هېواد دی

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د استازي اصف دراني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د افغانستان د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه د اصف دراني وروستۍ څرګندونې له ځمکنيو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ګڼل کېږي.

یاد وزارت ویلي، درواني چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي. 

اعلامیه کې راغلي، افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هیوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان‌بسياينې لپاره هلې ځلې کوي. 

سرچینه وایي، درانی بايد پوه شي چې دا د ديپلوماتانو دنده ده چې پرېنږدي پاروونکې رسنيزې تبصرې يې د هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب