کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان ازبکستان ترمنځ د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د یاد ریاست‌ اقتصادي مرستیال د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف سره د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.  سرچینه وایي، دغو هوکړه‌لیکونو کې د ۱.۴ میلیارد ډالرو په ارز…

2024-08-18 21:14 96۱ دقیقې لوستل
د افغانستان ازبکستان ترمنځ د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د یاد ریاست‌ اقتصادي مرستیال د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف سره د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي. 

سرچینه وایي، دغو هوکړه‌لیکونو کې د ۱.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت ۱۲ د پانګونې او د ۱.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت ۲۳ سوداګریز هوکړه‌لیکونه شامل دي چې په پلي کېدو سره به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او د سوداګرۍ په کچه کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.

د یادونې وړ ده چې کابل کې د ازبکستان هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتون چې دوه ورځې وړاندې پرانستل شوی، نن یې وروستی ورځ ده.
دغه نندارتون کې د یاد هېواد بېلابېل تولید شوي توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب