کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخولو او د سوداګرۍ کچې ۱۰ میلیارده ډالرو ته پر لوړولو ټینګار شوی

کابل (کوه نور، ۲۶ سنبله ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ یو اقتصادي او سوداګریز ناسته ترسره شوې ده. په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی او د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سیدمحمد اتابک ټینګار کړی، چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړ…

2025-09-17 04:06 120۲ دقیقې لوستل
د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخولو او د سوداګرۍ کچې ۱۰ میلیارده ډالرو ته پر لوړولو ټینګار شوی

کابل (کوه نور، ۲۶ سنبله ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ یو اقتصادي او سوداګریز ناسته ترسره شوې ده.

په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی او د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سیدمحمد اتابک ټینګار کړی، چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شي او د سوداګرۍ کچه تر ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د سوداګرۍ، ترانزیت او پانګونې د هوکړه‌لیکونو پر لاسلیک، د قرنطین ستونزو پر حل، د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو اسانتیا، د میلک، دوغارون، چابهار او بندرعباس بندرونو د ستونزو پر حل او د غیرتعرفوي محدودیتونو د لرې کولو په اړه بحث کړی دی.

همداراز، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالولو، د بانکي ستونزو د حل، د ګډو نندارتونونو او غونډو د جوړولو، د افغانستان د پنبې د پېر، د شیخ ابو نصر فراهی بندر ته د ۲۴ ساعته برېښنا برابرولو او په چابهار بندر کې د بېړیو د ظرفیت د لوړولو په اړه هم ټینګار شوی دی.

په پای کې، ایران ژمنه کړې، چې یادې ستونزې به تعقیب کړي او له افغانستان سره به خپلې سوداګریزې او ترانزیتي همکارۍ پراخې کړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب