کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه ډېره شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر يو کال کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره نږدې يونيم مليارد ډالره راکړه ورکړه شوې. د دغه وزارت د وياند په خبره په دغه راکړه ورکړه کې د سل مليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې ډېری يې وچې او تازه  مېوې دي. د دغه وزارت شمېرې ښیي چې تېر ميلادي کال له افغانستانه نږدې دوه مليارده ډالر ص…

2024-02-02 23:38 78۱ دقیقې لوستل
د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه ډېره شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر يو کال کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره نږدې يونيم مليارد ډالره راکړه ورکړه شوې.

د دغه وزارت د وياند په خبره په دغه راکړه ورکړه کې د سل مليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې ډېری يې وچې او تازه  مېوې دي.

د دغه وزارت شمېرې ښیي چې تېر ميلادي کال له افغانستانه نږدې دوه مليارده ډالر صادرات شوي چې ډېره برخه يې چين، پاکستان، هند او متحده عربي امارتو ته شوي.

بلخوا بیا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، روان کال د مارچ میاشت کې د افغانستان د محصولاتو لپاره په تاجکستان کې نندارتون جوړوي چې افغان سوداګر به هم پکې برخه ولري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب