کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتور ترمنځ ناسته ځنډول شوې

خبریال: صابر احمدزی د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتور د استازو ترمنځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د بیا پرانیستلو په اړه ترسره کېدونکې ناسته ځنډول شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان‌جان الکوزي ویلي، د پخوانیو هوکړو له مخې ټاکل شوې وه، چې د دواړو هېوادونو پلاوي د سې‌شنبې په…

2026-01-06 23:52 135۱ دقیقې لوستل
د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتور ترمنځ ناسته ځنډول شوې

خبریال: صابر احمدزی

د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتور د استازو ترمنځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د بیا پرانیستلو په اړه ترسره کېدونکې ناسته ځنډول شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان‌جان الکوزي ویلي، د پخوانیو هوکړو له مخې ټاکل شوې وه، چې د دواړو هېوادونو پلاوي د سې‌شنبې په ورځ د تورخم په صفري نقطه کې سره وګوري؛ خو د پاکستان د خصوصي سکتور له لوري د «تخنیکي ستونزو» په یادولو سره دا ناسته وځنډول شوه.

بل‌خوا، د پاکستان د سوداګرۍ خونې یوه غړي ويلي، د پخواني توافق خلاف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خپل باصلاحیته او واکمن پلاوی نه و معرفي کړی، له همدې امله ناسته نه ده ترسره شوې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب