د دې نېشنل په نوم هندي ورځپاڼې د پولیو د متخصصانو له قوله لیکلي چې په دغو دوو هېوادونو کې د پولیو ویروس له لسو بڼو یوازې دوه بڼې یې پاتې دي چې هغه هم په ځینو لرې پرتو ولسوالیو کې دي.
راپور کې راغلي چې پولیو یا په ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغي د نړۍ د نورو هېوادونو په ګډون په هند کې هم یوه لسیزه مخکې لمنځه تللې خو یوازې افغانستان او پاکستان کې یې اوس هم پېښې ثبتیږي.
پولیو یا ګوزن یوه ناعلاجه ناروغي ده چې یوازې د واکسین له لارې یې مخه نیول کېدای شي.
خبرياله: حبيبه صها




