کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان ايران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيت د ډېروالي په موخه لومړۍ ناسته وشوه

د مسولينو په خبره په دغه ناسته کې د ترانزیټ د ډېروالي په اړه په نويو موضوعاتو او همدارنګه په مخکنيو هوکړه ليکونو هم خبرې شوي دي. په دغه ناسته کې د اسلام کلا، ابونصر فاراهي او نيمروز بندرونو کې د موټر چلونکو لپاره ۸ ساعته شوی وخت ۱۶ ساعتونو ته لوړ شوی چې له مخې به يې په ورځني ډول ۱۲۰۰ باروړونکي موټر تګ - راتګ کوي.افغان…

2024-01-07 00:49 52۱ دقیقې لوستل
د افغانستان ايران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيت د ډېروالي په موخه لومړۍ ناسته وشوه

د مسولينو په خبره په دغه ناسته کې د ترانزیټ د ډېروالي په اړه په نويو موضوعاتو او همدارنګه په مخکنيو هوکړه ليکونو هم خبرې شوي دي.

په دغه ناسته کې د اسلام کلا، ابونصر فاراهي او نيمروز بندرونو کې د موټر چلونکو لپاره ۸ ساعته شوی وخت ۱۶ ساعتونو ته لوړ شوی چې له مخې به يې په ورځني ډول ۱۲۰۰ باروړونکي موټر تګ - راتګ کوي.
افغان حکومت په ایراني موټرو هغه شل ورځنی بنديز چې له مخې يې ایراني موټر افغانستان ته نشول راتللی هم لغوه اعلان کړی دی.

دواړه لوريو د سوداګرۍ د لا پراختیا په موخه د خاورې فیس چې د افغانستان ۵۰۰۰ افغانۍ او د ايران ۱۰۴ ډالره کېده هم معاف کړی دی.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال او همداراز د بهرنيو چارو وزير ایران ته سفرونه وکړل او هلته يې په مختلفو موضوعاتو له ايراني چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب