کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان بانک سبا ۱۸ ميليونه ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، سبا «سه شنبه» د داوطلبۍ له لارې اتلس ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري. دغه بانک له سوداګريزو بانکونو، د پولي خدماتو له شرکتونو او نورو په شرايطو برابرو کسانو غوښتي چې په دغه داوطلبي کې ګډون وکړي. سرچينې همداراز له ټولو ګډون کوونکو غوښتي چې په داوطلبي کې له ګډو…

2024-03-31 22:30 243۱ دقیقې لوستل
د افغانستان بانک سبا ۱۸ ميليونه ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، سبا «سه شنبه» د داوطلبۍ له لارې اتلس ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.

دغه بانک له سوداګريزو بانکونو، د پولي خدماتو له شرکتونو او نورو په شرايطو برابرو کسانو غوښتي چې په دغه داوطلبي کې ګډون وکړي.

سرچينې همداراز له ټولو ګډون کوونکو غوښتي چې په داوطلبي کې له ګډون کولو د مخه خپلې حسابيانې پاکې کړي.

ياد بانک همداراز ويلي، په داوطلبي کې قسمي تسويې ته اجازه نه ورکوي او داوطلب کسان اړ دي چې د خپل ذمت د قيمت پیسې په يو ځل او په نغدي ډول د افغانستان بانک ته وسپاري.

د افغانستان بانک د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه نږدې هره اوونۍ ميليونه ډالر ليلاموي.

ياد بانک وايي، د تېر په پرتله یې د افغانيو ثبات ساتلی او په خبره يې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت ډېر ښه شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب