د افغانستان بانک په خپله اکس پاڼه ليکلي، د ياد بانک د رییس هدايت الله بدري په مشرۍ يو پلاوی د « راتلونکي اقتصادي رکود د مخنوي او نړۍ لپاره له تېلو پرته د اقتصادي تنوعاتو او اسلامي بانکوالۍ په رڼا کې تګلارې» تر عنوان لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی.
دغه کنفرانس په بحرین. هېواد کې جوړ شوی وو، چې دوه ورځې يې دوام وکړ.
ياد کنفرانس ته د افغانستان بانک رییس ویلي، اراده لري چې د افغانستان بانکي سيستمونه په بشپړه توګه اسلامي کړي.
هغه زیاته کړې، په هېواد کې مو ټول بانکي سيستمونه د شريعت مطابق جوړ کړي او هغه څه ته اجازه نه ورکوو چې د شريعت خلاف وي.
د نوموړي په خبره، په دغه برخه کې به د نورو اسلامي هېوادونو له تجربو ګټه واخلي.
ده همداراز ویلي، هغه پروژې چې د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې کار کوي، ټولنيز او اقتصادي عدالت تامينوي بايد پاملرنه ورته وشي او تمويل شي.
نوموړي په یاد کنفرانس کې د هېوادونو له چارواکو سره د بانکي سيستم پر ودې سربېره په اقتصادي موضوعاتو هم خبرې کړي.




