کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست چین ته لاړ

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضياء احمد تکل وايي، د دې وزارت د سرپرست امير خان متقيپه مشرۍ يو پلاوی د چین په رسمي بلنه د دې هېواد په لوري روان شوي. هغه زياتوي، چې دغه پلاوی به د شي‌ژانګ ایالت اړوند د ټرانس هماليا فورم درېيمه ناسته کې ګډون وکړي. د نوموړي په وينا، په پلاوي کې د اقتصاد وزارت معين ډاکټر عبدالطيف ن…

2023-10-02 22:26 1,400۲ دقیقې لوستل
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست چین ته لاړ

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضياء احمد تکل وايي، د دې وزارت د سرپرست امير خان متقيپه مشرۍ يو پلاوی د چین په رسمي بلنه د دې هېواد په لوري روان شوي.

هغه زياتوي، چې دغه پلاوی به د شي‌ژانګ ایالت اړوند د ټرانس هماليا فورم درېيمه ناسته کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وينا، په پلاوي کې د اقتصاد وزارت معين ډاکټر عبدالطيف نظري او یو شمیر نور مسئولين شامل دي.

ټرانس هماليا فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سيمه‌ييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو باندې بحثونه کېږي.

تکل زياتوي، د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د دې فورم په څنګ کي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او نورو هیوادو له استازو سره دوه جانبه ناستي هم ولري.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست جليل عباس جيلاني هم چين ته د دې هېواد د بهرنيو چاو د وزير د سفر او له امیر خان متقي سره د هغه د ليدنې خبر ورکړی دی.

د پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيران به داسې مهال له یو بل سره ګوري، چې وروستيو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په نسبي ډول ترينګلې شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب