کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان: ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت مایوسوونکی دی

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان د چهارشنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران او پاکستان کې افغان خبریالان له بې وزلۍ او بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي. خبرپاڼه کې راغلي چې غربي هېوادونو ته د خبریالانو د لېږد بهیر درول شوی او دوی له اقتصادي ستونزو او د وېزو له ستونزې سره مخ دي. دغه سازمان پر هېوادونو، د رسنیو پر ملاتړو…

2024-07-03 21:45 350۱ دقیقې لوستل
د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان: ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت مایوسوونکی دی

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان د چهارشنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران او پاکستان کې افغان خبریالان له بې وزلۍ او بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې غربي هېوادونو ته د خبریالانو د لېږد بهیر درول شوی او دوی له اقتصادي ستونزو او د وېزو له ستونزې سره مخ دي.

دغه سازمان پر هېوادونو، د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو، د بشري حقونو او د کډوالۍ پر بنسټونو غږ کړی چې ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو د مرستې لپاره اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ديارلسو افغان خبريالانو د کډوالۍ ويزې د فرانسې له‌خوا رد شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Sarhadi Zwak
Sarhadi Zwak
Sarhadi Zwak

سرحدي ځواک افغان خبريال او لیکوال دی. هغه له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د هېواد له بېلابېلو رسنيو سره د خبريال، ايډيټر او مدير په توګه دندې تر سره کړې دي. نوموړی اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د افغانستان او سيمې په ورځنيو مهمو سياسي او ټولنيزو مسايلو خبرونه او راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب