د برېټانيا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې څلور برېټانوي وګړي د افغانستان د سرپرست حکومت له بنده خوشې شوي دي.
دغه وزارت نن « سه شنبه د اکتوبر ۱۰مه» په یوې خبرپاڼې کې ويلي، چې دغه برېټانيوي وګړو د افغانستان له قوانينو د سرغړونې په تور نيول شوي وو.
خبرپاڼې له زندانه د خوشي شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
خبرپاڼه زياتوي: «د بریټانوي وګړو د کورنیو په استازیتوب، موږ د افغانستان له اوسنۍ ادارې څخه د دغه هېواد له قوانینو څخه د سرغړونې له امله بخښنه غواړو.»
په ورته وخت کې د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو څخه غوښتنه کړې، کله چې بهر وي د انګلستان د تروریزم ضد قوانینو او د خپل «مقصد» هېواد له قوانینو سره سم عمل وکړي.
د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند هم څه موده وړاندې د یو شمېر بهرنيو وګړو نیول کېدل تاييد کړي وو.
ذبیح الله مجاهد د دغو کسانو نیول کېدل د قوانينو سرغړونه، او امنيتي مسایلو کې ښکېلتيا یاده کړې وه.




