ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ نن پاکستان ته ولاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي چې وېسټ به نن اسلام اباد ته ورسیږي او د راتلونکې شنبې تر ورځې پورې به له بېلابېلو چارواکو سره وګوري.
که څه هم دا نه ده معلومه چې نوموړی به هلته له چا چا سره وګوري، خو تر دې وړاندې یې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته به سفر ولري، چې له دغو مهمو شریکانو سره به پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د خوندیتوب او بیا مېشتېدنې پر موضوع، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
دیادونې ده چې ویسټ تر دې وړاندې هم ورته سفرونه کړي، چې د شنونکو په باور د پام وړ مثبته پایله یې نه ده ورکړې.




