کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر له پاکستانه د افغانانو په جبري توګه ویستل غندلي

له پاکستانه د افغانانو په جبري توګه د راویستلو په اړه د ناروې شاردافیر دغه کړنه غندلې ده او یادونه یې کړې چې هېواد به یې له راستنو شویو افغانانو سره د نړۍوالو بنسټونو پر مټ مرسته کوي. د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پیر البرټ الساس دغه څرګندونې د کډوالو او بیرته ستنېدونکو وزارت له سرپرست عبدالکبیر سره د لیدلو پر مه…

2025-04-16 18:30 31۲ دقیقې لوستل
د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر له پاکستانه د افغانانو په جبري توګه ویستل غندلي

له پاکستانه د افغانانو په جبري توګه د راویستلو په اړه د ناروې شاردافیر دغه کړنه غندلې ده او یادونه یې کړې چې هېواد به یې له راستنو شویو افغانانو سره د نړۍوالو بنسټونو پر مټ مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پیر البرټ الساس دغه څرګندونې د کډوالو او بیرته ستنېدونکو وزارت له سرپرست عبدالکبیر سره د لیدلو پر مهال کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې الساس له پاکستانه د افغانانو په جبري توګه ویستل غندلي او ویېلي یې دي چې هېواد به یې د نړۍوالو بنسټونو سره د افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلي چې هېواد ته د راستنو شویو افغانانو لپاره پرته له کوم تبعیض خدمات وړاندې کوي او په وینا یې چې سرپرست حکومت د کډوالو د ستونزو دایمي حل ته ژمن دی.

عبدالکبیر له پاکستانه د افغانانو په دې ډول ویستل د هر ډول نړۍوالو اصولو خلاف عمل بللی او ویېلي یې دي چې د افغان کډوالو د دایمې لاسنیوي لپاره د نړۍوالو مرستې مهمې دي.

نوموړي همداراز ویلي چې سرپرست حکومت له اروپایې هېوادونو سره ښه اړیکې غواړي او د ستونزو د حل کولو لپاره له دوی سره خبرو کولو ته لومړیتوب ورکوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب