د پاکستان په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ په اړه درې اړخیزه ناسته ترسره شوه.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې دغه ناسته کې د ترانس- افغان پروژې، درې اړخيزې سوداګرۍ، ترانزيت او د سيمه ييزو اتصال په وړاندې ستونزو باندې بحث وشو.
په دغې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست، د ازبکستان د صدراعظم مرستيال او د پاکستان د سوداګرۍ وزير ګوهر ګډون کړی وو.
د پاکستان د سوداګرۍ وزير ګوهر هم په خپلې اکس پاڼه ليکلي چې دا درې اړخیزه ناسته د اقتصادي اړیکو او سیمهییز اتصال د غښتلتیا لپاره یو مهم اقدام دی.




