کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان پاکستان ترمنځ کړکېچونو ۹۴ زره کسان بې‌ځایه کړي دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله څه د پاسه ۹۴ زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي. د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، په دغو بې‌ځایه شویو کې نږدې ۱۳ زره او ۴۰۰ کورنۍ شاملې دي، چې ډېری یې د پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار او کنړ ولایتونو ا…

2026-04-08 06:18 125۱ دقیقې لوستل
د افغانستان پاکستان ترمنځ کړکېچونو ۹۴ زره کسان بې‌ځایه کړي دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله څه د پاسه ۹۴ زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، په دغو بې‌ځایه شویو کې نږدې ۱۳ زره او ۴۰۰ کورنۍ شاملې دي، چې ډېری یې د پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار او کنړ ولایتونو اوسېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي وو، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله ۷۶۱ ملکیان شهیدان او ۲۶۲ نور ټپیان شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب