د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر، حامد کرزی او تر څنګ يې کمال ناصر اصولي د افغانستان په خاوره باندې پاکستاني هوایي بریدونه په کلکه غندلي دي.
حنیف اتمر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، چې دا ډول بریدونه د نړیوالو معیارونو، بشردوستانه قوانینو او د افغانستان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده .
نوموړي زیاته کړې چې، دا بریدونه د بې ګناه خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي، د کرکې وړ دي او د جدي بې ثباتۍ لامل کېږي.
حامد کرزي هم د پاکستان هوایی بریدونو په غبرګون کې وویلی، دا بریدونه د افغانستان پر خاوره د پاکستان له لوري ښکاره تېری او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کړنه ده.
ورته مهال بیا د تېر نظام د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي د یادوو بریدونو په غندنه کې ویلی، پاکستان تل د افغانستان په قضایاوو کې ځان ښکیل کړی، دوی د هر نظام په مقابل کې یې یوه ډله پیدا کوي؛ تر څو په افغانستان کې بې ثباتي را منځ ته کړي.
نوموړي همداراز ويلي، سرپرست حکومت هم د ډلو په حمایه بوخت دي او تر څنګ یې د افغانستان په خاوره تجاوز هم دوام لري.
د ده په خبره د سرپرست حکومت نننۍ ځوابي بریدونه د افغانیت اثبات دي او هر اصیل افغان باید په سر او مال د پاکستان په مقابل کې ودریږي.




