کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه نن د روسيې په کازان کې جوړېږي

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ويانده، ماريا زخارووا ويلي، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه به نن جمعه (د سپتمبر ۲۹مه) د دې هېواد په کازان ښار کې جوړه شي. هغې زياته کړې، چې دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د افغانانو تر منځ د پخلاینې پر مسایلو، د سیمه ییز امنیت د تامین او له جګړې وروسته د دغه هېواد د بیار…

2023-09-28 11:52 116۲ دقیقې لوستل
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه نن د روسيې په کازان کې جوړېږي

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ويانده، ماريا زخارووا ويلي، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه به نن جمعه (د سپتمبر ۲۹مه) د دې هېواد په کازان ښار کې جوړه شي.

هغې زياته کړې، چې دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د افغانانو تر منځ د پخلاینې پر مسایلو، د سیمه ییز امنیت د تامین او له جګړې وروسته د دغه هېواد د بیارغونې په اړه خبرې وشي.

د زاخارووا په وينا، له دې غونډې وروسته بايد د ګوندونو ګډه اعلاميه تصويب شي.

د مسکو د فارمت په غونډه کې روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي او افغانستان د اوسني حکومت د استازو په ګډون نور میلمانه هم وربلل شوي دي.

د افغانستان په استازيتوب د بهرنيو چارو وزارت سرپرست دې غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته رسېدلی دی.

د افغانستان لپاره د روسې ځانګړي استازي ضمير کابلوف، ټاس خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ويلي، چې روسيه او د مسکو فارمټ نور غړي هېوادونه به دې ناسته کې له افغان استازو سره د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په اړه خبرې وکړي.

هغه زياته کړې، چې مسکو او نور غړي هېوادونه له طالبانو سره په دې اړه اختلاف لري، چې ټولګډونه حکومت بايد څه ډول وي.

کابلوف ويلي: «طالبان اوسنی حکومت په بشپړه توګه ټول شموله ګڼي او پردې حقیقت سترګې پټوي چې په حکومت کې د نورو توکمونو استازي په حقیقت کې د دې ډلې غړي دي، د داسي ټول شموله سره نه یوازې زموږ (روسیه) نظر بلکه د نورو ښکېل حکومتونو نظرونه بېل دي، اصلي ستونزه همدا ده.»

نوموړي زياته کړې، چې که طالبان د ټولشموله حکومت د جوړېدو په برخه کې اقدام وکړي؛ نو دا به د روسيې لخوا د طالبانو د احتمالي رسميت پېژندنې لپاره لاره پرانيزي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب