کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغان لوبغاړي فرید ملک د سپینو زرو مډال تر ۶ زره او ۵۰۰ ډالرو پورې پېرېدونکي پیدا کړل

د افغان کډوالو سره د مرستې لپاره بولي ته وړاندی شوی، د افغان لوبغاړي «فرید ملک» د سپینو زرو مډال قیمت تر اوسه ۶ زره او ۵۰۰  ډالرو ته لوړ شوی دی. دغه مډال چې تېره ورځ لیلام ته وړاندې شو، لومړی اخېستونکی یې افغان هنرمند میرخان مقری و، چې درې زره ډالر بولي ته راوړاندې شو، خو تېره شپه بیا په هند کې مېشتې ا…

2023-11-02 00:48 103۱ دقیقې لوستل
د افغان لوبغاړي فرید ملک د سپینو زرو مډال تر ۶ زره او ۵۰۰ ډالرو پورې پېرېدونکي پیدا کړل

د افغان کډوالو سره د مرستې لپاره بولي ته وړاندی شوی، د افغان لوبغاړي «فرید ملک» د سپینو زرو مډال قیمت تر اوسه ۶ زره او ۵۰۰  ډالرو ته لوړ شوی دی.

دغه مډال چې تېره ورځ لیلام ته وړاندې شو، لومړی اخېستونکی یې افغان هنرمند میرخان مقری و، چې درې زره ډالر بولي ته راوړاندې شو، خو تېره شپه بیا په هند کې مېشتې افغان کډوالې وږمې ایوبي ویلي، چمتو ده چې دغه مډال په پنځه زره ډالر وپلوري.

په همدې حال کې بیا د هارون شینواري په نوم یو افغان پر خپله فیسبوک پاڼه اعلان کړی، چې چمتو دی، ترڅو دا مډال په ۶۵۰۰ ډالر واخلي.

فرید ملک دا مډال په ایشن ګیمز سیالیو کې د پاکستان خلاف لوبه کې ګټلی و، چې یاده لوبډله یې له مخکې تګ بې برخې کړه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب