کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغان نجونو د زده‌کړې او کار حق؛ د م.م امنيت شورا يې نن په اړه ځانګړې غونډه جوړوي

ټاکل شوي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن سه شنبه (د سپتمبر ۲۶مه) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي. د ملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې د دې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نننۍ ناسته کې به د ازاد بحث تر څنګ د تړلو دروزاو تر شاه هم د افغانستان په اړه خبرې او بحثونه وشي. د نننۍ…

2023-09-25 17:06 73۲ دقیقې لوستل
د افغان نجونو د زده‌کړې او کار حق؛ د م.م امنيت شورا يې نن په اړه ځانګړې غونډه جوړوي

ټاکل شوي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن سه شنبه (د سپتمبر ۲۶مه) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې د دې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نننۍ ناسته کې به د ازاد بحث تر څنګ د تړلو دروزاو تر شاه هم د افغانستان په اړه خبرې او بحثونه وشي.

د نننۍ غونډې د بحث موضوع تر ډېره د افغان نجونو او ښځو د حقونو په ځانګړې توګه د کار او زده‌کړو د حقونو په اړه خبرې اترې دي.

د امنيت شورا تر نننۍ ناستې وروسته به د امريکا، فرانسې، جاپان، متحده عرب اماراتو، البانيا، برېتانيې او سوېس په لاسليک يوه ګډه اعلاميه هم خپره شي.

د ملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه وايي، چې دې غونډې ته به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترېش خپل درې مياشتنی راپور او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عمومي منشې استازې، روزا اتونبايوا به د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه معلومات وړاندې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې، له افغانستانه تر سفر وړاندې کابل کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي سره په کتنه کې د دې ناستې د جزياتو په اړه خبرې اترې کړې وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت هغه مهال په خپله اعلامیه کې ليکلي وو چې: «یوناما له افغانستان سره رغنده تعامل او د افغانانو غږ اورېدلو ته ژمن دی.»

د ملګرو ملتونو امنيت شورا تر دې مخکې هم څو ځله د افغانستان په اړه ځانګړې غونډې جوړې کړې او تر ډېره يې تاکيد په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او د افغان نجونو د حقونو پر تامين وو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب