کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغان ټرانس ریل پټلۍ د امکان سنجونې تفاهم لیک لاسلیک شوی

کابل (کوه نور ۲۷ سرطان ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت پرون ورځ "پنج شنبه، د سرطان ۲۶مه"  خبر ورکړی، چې د ازبکستان د ټرانسپورت وزارت او د پاکستان د ریل پټلۍ وزارت ترمنځ د افغان ټرانس لویې پروژې د امکان سنجونې تفاهم لیک لاسلیک شوی دی، چې له دې پروژې سره به د ترانزیت، اقتصاد او سیمه ېیزو همکاریو په برخه کې یو بنیادي بدلون رام…

2025-07-18 02:51 142۲ دقیقې لوستل
د افغان ټرانس ریل پټلۍ د امکان سنجونې تفاهم لیک لاسلیک شوی

کابل (کوه نور ۲۷ سرطان ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت پرون ورځ "پنج شنبه، د سرطان ۲۶مه"  خبر ورکړی، چې د ازبکستان د ټرانسپورت وزارت او د پاکستان د ریل پټلۍ وزارت ترمنځ د افغان ټرانس لویې پروژې د امکان سنجونې تفاهم لیک لاسلیک شوی دی، چې له دې پروژې سره به د ترانزیت، اقتصاد او سیمه ېیزو همکاریو په برخه کې یو بنیادي بدلون رامنځته شي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر فسبوک پاڼه لیکلي، دغه سټراټیژیک اورګاډی، چې نږدې ۶۸۱ کیلو متره اوږدوالی لري؛ د افغانستان له خاورې اوړي او د منځنۍ اسیا هېوادونه د جنوبي اسیا له بازارونو سره نښلوي.

حق شناس لیکلي، د دې پروژې په عملي کېدو سره به هېواد په سیمه کې پر یوه مهم ترانزیټي څلور لارې بدل شي، د یادې پروژې پواسطه به هېواد ته هر کال میلیونونه ډالره عواید لاسته راشي او له دې لارې به زرګونه مستقیمې او غیر مستقیمې دندې رامنځته شي.

نوموړي وړاندې لیکلي، دا پروژه د هېواد لپاره یوه له مهم اقتصادي لید او د سرپرست حکومت له مهمو اقتصادي پروګرامونو څخه ده، چې موخه یې هېواد د تمدنونو د نښلوونکي او د دوامداره اقتصادي همکاریو پر مسیر بدلول دي.

هغه همداراز لیکلي، د افغان ټرانس پروژې له بشپړېدا به سره د سیمه ېیزو ترانزیټي او اقتصادي همکاریو یوه نوې پاڼه پرانیستل شي؛ او "د دې پاڼې په زړه کې به افغانستان ځلېږي."

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب