کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغان ټرانس پروژې سروې پای ته رسېدلې، ژر به يې عملي کارونه پیل شي

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د افغان ټرانس پروژې علمي سروې پای ته رسېدلې او سرپرست حکومت يې له افغانستان څخه د تېرېدو مسير ټاکلی دی. ياده پروژه چې د ازبکستان له ترمز تر بلخ او له بلخ تر پېښوره جوړيږي منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې د پاکستان له کراچۍ، ګوادر او قسیم بندرونو سره نښلوي. د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضايف د قطر له…

2023-12-22 22:47 71۱ دقیقې لوستل
د افغان ټرانس پروژې سروې پای ته رسېدلې، ژر به يې عملي کارونه پیل شي

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د افغان ټرانس پروژې علمي سروې پای ته رسېدلې او سرپرست حکومت يې له افغانستان څخه د تېرېدو مسير ټاکلی دی.

ياده پروژه چې د ازبکستان له ترمز تر بلخ او له بلخ تر پېښوره جوړيږي منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې د پاکستان له کراچۍ، ګوادر او قسیم بندرونو سره نښلوي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضايف د قطر له امير سره په ليدنه کې په افغان ټرانس پروژه کې د پانګونې غوښتنه کړې وه، چې نوموړي په دغه پروژه کې د پانګونې ډاډ ورکړی و.

بلخوا د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، د قطر سربېره روسیه او متحده عربي امارات هم لېواله دي چې پر دغه پروژه پانګونه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب