د افغانستان چاپيريال ساتنې ملي ادارې د خبرپاڼې په خپرولو ويلي، د سږ کال اقليمي بدلون غونډه کې د سرپرست حکومت نه رابلل د افغانانو په حق کې لوی ظلم او جفا ده چې نباید افغانان له دې حقه محروم شي.
خبرپاڼه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي پرته له دې چې سياسي مسايل په نظر کې ونيسي بايد د افغانانو د ملاتړ لپاره سرپرست حکومت پلاوي ته په نړۍوالو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړل شي.
خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي، چې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د سږ کال (COP) غونډې لپاره هر اړخيزه پلان جوړ کړي و خو د سياسي مسائلو له امله د افغانستان پلاوي ونه بلل شول.
د اقلیمي بدلون سږنۍ غونډه نن (پنج شنبه) په دوبۍ کې پیل او ټاکل شوې د همدې میاشتې (لېندۍ) تر یوویشتمې دوام وکړي.




