کابل (کوه نور، ۲۰ اسد ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې امنه محمد ویلي، په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون له امله له نیم میلیون ډېر افغانان بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي.
امنې ویلي، دا کړکېچونه یو له بل سره تړلي دي؛ نو دې کړکېچونو ته زموږ حللارې هم باید له یو بل سره تړلې وي.
نوموړې پر اېکس پاڼه څو ساعته وړاندې لیکلي، د اقلیمي بدلون سره مبارزه زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی او باید چې ټول دا مسوولیت په ګډه اداء کړو.
هغې د اقلیمي بدلونونو غټې پایلې، بې وخته ورښتونه، خونړي سېلابونه، د ځمکې ښوېیدنې او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټیټېدل ښودلي دي.
ملګرو ملتونو د امنه محمد له دې څرګندونو وړاندې هم افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د زیانمنو شویو هېوادو له ډلې شپږم هېواد حساب کړی و؛ چې د اقلیمي بدلون له امله له سخت ګواښ سره مخ هېواد ښودل شوی و.
بل پلو د سرپرست حکومت مسوولانو تکرارً د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډې مبارزې په ترسره کولو ټینګار کړی دی.
باید وویل شي چې روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې هم د اقلیمي بدلون له امله هېواد کې د خونړیو سېلابونو په پایله کې هېوادوالو ته ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.




