د پاسپورټ عمومي ریاست د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، له الکترونیکي سیسټم سره ددې ادارې د الکترونیکي تذکرو سیسټم د نښلولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په یوې خبرپاڼه کې ويلي، د دې هوکړه لیک له مخې د الکترونیکي تذکرو سیسټم د پاسپورت ریاست له سیسټم سره نښلول کېږي.
د دې ادارې عمومي رییس فقیرمحمد وايي، د دې هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره به د پاسپورټ غوښتونکو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
د هغه په وینا د احصایې او معلوماتو ملي اداره به د پاسپورټ اخیستونکو اړوند معلومات (نوم، تخلص، د زېږېدو ځای او تاریخ، جنسیت، شغل، د تذکرې ګڼه، لاسلیک او د غوښتونکي عکس) به د پاسپورټ عمومي ریاست ته په انلاین ډول د کړنو د تکرار او د وخت له ضایع کېدو د مخنیوي په موخه په واک کې ورکوي.
د دې دواړو سيسټمونو نښلېدل د تذکرې د بیا تاییدۍ، د معلوماتو د ثبت، بایومټریک او ورته نورو وختنیوونکو پړاونو بیا ځلي ترسره کېدو اړتیا لهمینځه وړي.
د پاسپورټ رياست هم په یوې خبرپآنه کې ليکلي: «ددې سیسټم په نښلولو سره به د جعل او تذویر مخنیوی وشي، په معیاري بڼه به د پاسپورت د وېش پروسه چټکه شي، د تذکرو ټولې ځانګړنې د تذکرې مطابق ترسره، د تېروتنو مخه به ورسره ونیول شي او ورسره به لازم شفافیت هم رامنځته شي.»
خبرپاڼې زياته کړې، د دې سیسټمونو د نښلولو بنسټیزه موخه د هېواد د وګړو هویتي معلوماتو ته لاس رسۍ ده، څو هېوادوال وکولای شي بېلابېلو خدمتونو ته په ساده، رڼه او چټکه بڼه لاسرسۍ ولري.




