کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د امربالمعروف وزارت سرپرست: کابل کې منکرات صفر شوي دي

د امر بالمعروف نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د لویې جرګې تالار کې د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال ويلي، چې کابل ښار او ټولو هوټلونو کې د منکراتو کچه صفر ته رسېدلې ده. دا غونډه د امربالمعروف وزارت له لوري جوړه شوې وه او زیات شمېر ديني عالمانو پکې ګډون درلود.  هغه دې غونډه کې د خبرو پر مهال زياته کړې، چې کا…

2023-10-10 14:01 46۲ دقیقې لوستل
د امربالمعروف وزارت سرپرست: کابل کې منکرات صفر شوي دي

د امر بالمعروف نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د لویې جرګې تالار کې د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال ويلي، چې کابل ښار او ټولو هوټلونو کې د منکراتو کچه صفر ته رسېدلې ده.

دا غونډه د امربالمعروف وزارت له لوري جوړه شوې وه او زیات شمېر ديني عالمانو پکې ګډون درلود.

 هغه دې غونډه کې د خبرو پر مهال زياته کړې، چې کابل کې شاوخوا ۱۷۰ د ودونو هوټلونو کې منکرات صفر ته رسېدلي او معروفات سل په سلو کې شوي دي.

نوموړي ويلي: «هغه ځايونه چې پخوا پکې له اوله تر اخره منکرات کېدل، اوس پکې نيک او ښه کارونه جريان لري.»

حنفي ويلي، د اوسني نظام د پياوړتيا لپاره باید کور په کور کمپاینونه پیل شي، ځکه په وينا یې همدا اسلامي نظام دی چې شرعي احکام او اصول پکې پلي کیږي.

هغه د غونډې ګډونوالو څخه غوښتي، چې په ګډه د اسلامي حجاب په ترویج کې کار وکړي.

خالد همدا راز، له ټولو مسوولینو وغوښتل، چې خپل ورکړل شوي مسوولیتونه درک کړي او غیر ضروري مېلمستياوو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست دې غونډه کې د خبرو پر مهال ژمنه کړې، چې د ټولنې د اصلاح په موخه به د امربالمعروف وزارت سره همکاري کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب