د امريکا د پوځ مشر مارک ميلي وايي، چې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو وتل، ستراتېژيکه ماتې ده.
هغه له ایبيسي نيوز سره په تازه مرکه کې ويلي، له افغانستانه تګ يې په هغه ډول ونشو، چې ده غوښتل.
ميلي په دې مرکه کې ويلي، چې امريکا په افغانستان کې د جنګ د پراخ مفهوم له مخې ماتې خوړلې ده.
نوموړي زياته کړې: «دا هغه څه دي چې زه يې په ډاګه بيانوم. په هيڅ ډول هم نشئ کولای چې دا يوه ستراتېژيکه بريا وګڼئ.»
هغه د تخليې عمليات يو حيرانوونکی او لوجيستيکي شاهکار بللی دی.
ده زياته کړې: «موږ تر ۲۰ کاله زيات له طالبانو او متحدينو سره يې وجنګېدو او دوی په زياتو دلايلو په هغه پلازمېنه (کابل) کې بريالي شول چې موږ نن د ورتګ فرصت نه لرو. خو باور لرم چې د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته زموږ ډېريو زياتې پښيمانۍ ومنلې.»
مارک میلي همدا راز، له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د پخواني مشر جنرال فرانک مکینزي خبرې تایید کړې او ويې ویل، چې دوی له کابله د وتلو لپاره کافي فرصت نه درلود.
د امريکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان جنرال فرانک مکنزي څو ورځې وړاندې ويلي وو، چې تاريخ به له افغانستانه د دې هيواد د نظامي ځواکونو وتل «مرګونې تېروتنه» وبولي.
امريکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه نېټه په بشپړ ډول له کابل څخه ووتل. که څه هم د دې هېواد د ولسمشر په ګډون، ځينې لوړپوړي چارواکي د افغانستان پرېښودل بريا ګڼي؛ خو ځينې نور يې بيا د ستراتيژېکې ماتې په توګه مني.




