د امریکا لخوا د لس سلنه تعرفې لګولو ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت غبرګون
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د امریکا له لوري د افغانستان په ګډون پر یو شمېر هېوادونو د ۱۰ سلنه تعرفې لګولو ته په غبرګون کې ویلي چې د امریکا دغه پرېکړې تر ټولو ډېر د افغانستان خلکو، لاسي صنایعو، وړو کاروبارونو او ښځینه سوداګرو ته زیان اړولی دی. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له امریکا غوښتي چې له افغانستان سره د صادر…
2025-04-07 03:06 37۱ دقیقې لوستل
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د امریکا له لوري د افغانستان په ګډون پر یو شمېر هېوادونو د ۱۰ سلنه تعرفې لګولو ته په غبرګون کې ویلي چې د امریکا دغه پرېکړې تر ټولو ډېر د افغانستان خلکو، لاسي صنایعو، وړو کاروبارونو او ښځینه سوداګرو ته زیان اړولی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له امریکا غوښتي چې له افغانستان سره د صادراتو او سوداګریزو تعاملاتو په برخه کې له مرستندوی او رغونکي دریځ څخه کار واخلي ترڅو افغانستان هم وکولای شي چې په نړۍوال تجارت کې اغېزناکه رول ولوبوي.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.