کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر تاشکند ته د انرژۍ په یوه نړۍوال کنفرانس کې د ګډون کولو لپاره تللی

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د ازبېکستان د انرژۍ په پنځم پړاو نړۍوال کنفرانس کې د ګډون کولو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ د یاد هېواد پلازمېنې تاشکند ته تللی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي په تاشکند کې دغه کنفرانس" چې د پاییدونکې انرژۍ لپاره د سیمه ییزې همکارۍ"تر نامه لاندې جوړېږي او د سیمې هېوادونو تر…

2025-05-12 21:55 108۲ دقیقې لوستل
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر تاشکند ته د انرژۍ په یوه نړۍوال کنفرانس کې د ګډون کولو لپاره تللی

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د ازبېکستان د انرژۍ په پنځم پړاو نړۍوال کنفرانس کې د ګډون کولو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ د یاد هېواد پلازمېنې تاشکند ته تللی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي په تاشکند کې دغه کنفرانس" چې د پاییدونکې انرژۍ لپاره د سیمه ییزې همکارۍ"تر نامه لاندې جوړېږي او د سیمې هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا، په یوځایې توګه د پروژو د فرصتونو او پانګونې همکارۍ ارزول، په منځنۍ اسیا کې د برېښنا او ګازو د لېږد په پروژو کې برخه اخیستل او د تجدید وړ پروژو څخه د ګټې اخیستنې په موخه جوړ شوی دی.

د یاد وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي د دغه وزارت سرپرست به په دې کنفرانس کې د نوې انرژۍ او عصري تکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو او ننګونو په اړه وغږېږي.

په همدې حال کې یو شمېر اقتصادي شنونکو ویلي چې په دغه کنفرانس کې د سرپرست حکومت استازی باید د انرژۍ په برخه کې نړۍوال هېواد کژ پانګه اچونې ته راوبولي.

د ویلو ده چې دغه کنفرانس به د روان ۱۴۰۴ کال د مۍ میاشتې له ۱۳-۱۵ نېټې د ازبېکستان، قزاقستان، ترکمنسان، روسیې، او د سیمې د نورو هېوادونو وزیرانو او د نړۍوالو سازمانو لکه اټومي انرژۍ، د نړۍوال اژانس او نړۍوال بانک د استازو په موجودیت کې د ازبېکستان پلازمېنې تاشکند کې جوړ شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب