کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اوبو او انرژۍ وزارت: د ۷۰ ميليونه ډالرو په ارزښت په ټول هېواد کې د برېښنا د سټېشنونو د بیا رغونې کار پيل شوی

د‌ دغه وزارت سرپرست وايي، د بغلان له الوان دښتې تر ارغندي به د برېښنا ټول سټېشنونه بیا ورغوي. د ده په خبره د‌ کار په بشپړېدو سره به له ترکمنستانه افغانستان ته د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد زمینه هم برابره شي. د ده په خبره د مشرتابه له فرمان سره سم به له کورنۍ سرچينو هم ۲۵۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کړي. وايي، د…

2024-01-19 20:39 84۱ دقیقې لوستل
د اوبو او انرژۍ وزارت: د ۷۰ ميليونه ډالرو په ارزښت په ټول هېواد کې د برېښنا د سټېشنونو د بیا رغونې کار پيل شوی

د‌ دغه وزارت سرپرست وايي، د بغلان له الوان دښتې تر ارغندي به د برېښنا ټول سټېشنونه بیا ورغوي.

د ده په خبره د‌ کار په بشپړېدو سره به له ترکمنستانه افغانستان ته د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد زمینه هم برابره شي.

د ده په خبره د مشرتابه له فرمان سره سم به له کورنۍ سرچينو هم ۲۵۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.

وايي، د دې کار لپاره يې له ګڼو پانګوالو سره خبرې کړي چې په نږدې راتلونکې کې به پرې کار پیل کړي.

نوموړی له کورنيو سرچينو څخه د برېښنا د ترلاسه کولو خبره داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ننګرهار ته په سفر کړی وو او هلته يې له کورنيو سرچينو څخه د برېښنا د برېښنا په ترلاسه کولو ټينګار کړی وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب