کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اوبو دکمښت بحران؛ وچکالۍ ځپلی ارزګان

  خبریال: احسان الله ولسمل سره له دې، چې په ټول هېواد کې د اوبو سطحه ښکته شوې؛ خو د ارزګان ولایت اوسېدونکي بیا وایي، چې په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی اوس په یوې جدي ستونزې بدل شوی. د ارزګان اوسېدونکي وايي، د تېرو څو کلونو پرلپسې وچکالۍ دغه ولایت کې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او اوس په سخته ان د څکل…

2025-07-31 11:23 202۳ دقیقې لوستل
د اوبو دکمښت بحران؛ وچکالۍ ځپلی ارزګان

 

خبریال: احسان الله ولسمل

سره له دې، چې په ټول هېواد کې د اوبو سطحه ښکته شوې؛ خو د ارزګان ولایت اوسېدونکي بیا وایي، چې په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی اوس په یوې جدي ستونزې بدل شوی.

د ارزګان اوسېدونکي وايي، د تېرو څو کلونو پرلپسې وچکالۍ دغه ولایت کې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او اوس په سخته ان د څکلو اوبو پیدا کوي.

د دهراوود ولسوالۍ اوسيدونکي محمدامين وايي، له لرې ځایه د څښاک لپاره اوبه راوړي؛ خو هغه هم ډېر وخت ناپاکې وي.


هغه وايي:« که وضعیت همداسې دوام وکړي، وېره لرو چې د راتلونکو کلونو لپاره به د اوبو کچه نوره هم ټیټه شي. خلک به د څښاک اوبو موندلو لپاره له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي. اوس هم له ډېرو لرې سیمو نه ککړې اوبه را وړو، چې زموږ د ماشومانو روغتیا ته خطر پېښوي.»

دا يوازي د هراوود و لسوالۍ اوسيدونکي نه دي چې د پاکو اوبو له نشتوالي څخه شکايت نه کوي بلکې د ترينکوټ ښار هټيوال او اوسيدونکي هم له ورته ستونزې څخه سر ټکوي.

باچا، چې ۸ کاله کيږي په ترينکوټ ښارکې هټۍ لري، وايي  هره ورځ خدای  لاس په دعا وي چې تږی نه شي، ځکه په خبره يې، په ښار کې پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.


هغه وايي، د نورو ښارونو په څېر په ترينکوټ کې معدني اوبه  کمې او هم قيمتونه يې لوړ دي.
نوموړي زياته کړه:« پخوا به هغو خلکو چې شل جريبه ځمکه کرله، سږ کال يې نيمه هم نه ده کرلې، ځکه اوبه نشته، خلک د اوبو په برخه کې بیخي زياتې ستونزې لري. دولت دې له دغو خلکو سره مرسته وکړي او د اوبو يو سيسټم دې ورته جوړ کړي.»

روغتياپالان وايي په ارزګان کې لاهم  ډير خلک پاکو اوبو ته لاس رسۍ نه لري او دا مهال ګڼې داسي ناروغۍ موجودې دي چې د ناپاکو اوبو له امله رامنځته کيږي.

ډاکټر سيف الدين همنوا، له خلکو غوښتنه کوي چې د ناروغيو د کنټرولولو لپاره دې د هرې ممکنې لارې په کارولو سره له پاکو اوبو ګټه واخلي. 

نوموړي زياته کړه:« د سيندونو او له نورو ناپاکه اوبو څخه زياتې د معدې او دې ته ورته ناروغۍ پیدا کيږي. د پاکو اوبو استعمال تر ډوډۍ هم مهم دي. دغه اوبه چې خلک ورڅخه استفاده کوي، د اندېښنې وړ دي، خلک دې هڅه وکړي چې له پاکو اوبو څخه ګټه واخلي. »
ارزګان میشتي داسې محال دا شکايت کوي چې تازه ددغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د اوبو يوه ذخيره جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
مسولينو  په دغه مراسمو کې وويل چې ياده پروژه د کلیو،بیارغونې اوپراختيا ریاست تر چتر لاندي د اقتصادي همکاريو د سازمان ECO په ملاتړ او د مډېر موسسې په تخنيکي همکارۍ جوړه شوې، چې ۷۰۰ کورنيو ته پاکې اوبه رسوي.

د یادونې ده، چې نه یوازې ارزګان؛ بلکې د کابل په شمول د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ښکته شوې، چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي؛ خو مسؤلین وایي، چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره په ټول توان هڅه کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب