کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اوبو نړۍواله ورځ؛ يو کال کې ۶۷ سلنه کورنۍ له وچکالۍ سره مخ شوي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام نړۍوال سازمان وايي، افغانستان کې له تېر کال راهيسې ۶۷ سلنه کورنۍ د وچکالۍ له ستونزو سره مخ شوې دي. دغه سازمان د اوبو د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس‌پانه ليکلي چې ۱۶ سلنه کورنۍ بيا د سيلابونو له امله زيانمنې شوې هم دي. د معلوماتو له مخې، افغانستان کې څه باندې څلور ميليونه و…

2024-03-21 21:44 131۱ دقیقې لوستل
د اوبو نړۍواله ورځ؛ يو کال کې ۶۷ سلنه کورنۍ له وچکالۍ سره مخ شوي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام نړۍوال سازمان وايي، افغانستان کې له تېر کال راهيسې ۶۷ سلنه کورنۍ د وچکالۍ له ستونزو سره مخ شوې دي.

دغه سازمان د اوبو د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس‌پانه ليکلي چې ۱۶ سلنه کورنۍ بيا د سيلابونو له امله زيانمنې شوې هم دي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان کې څه باندې څلور ميليونه وګړي د پراختيايي پروګرام په مرسته ښوونځي، روغتيايي اسانتياوو، اوبو او اضطراري مرستو ته لاسرسی لري.

افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د اقليمي بدلون له ستونزو سره مخ دی.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب