د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رییس ملا بخت الرحمن شرافت د ترکمنستان هېواد په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی ړی.
هغه هلته د ياد هېواد د اوسپنې پټلۍ اداري مرستيال ایشان قلو بکميرات سره کتلي او په ګڼو موضوعاتو يې ورسره خبرې کړي دي.
په دغه ليدنه کې د دواړو لوريو په ريل همکاريو او د انتقالاتو په ډېروالي بحث شوی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رییس ویلي، زمونږ ريلي اړيکې به د اقينې او تورغونډۍ تر بندره محدودې نه وي.
هغه زیاته کړې، په ګډه به هڅه کوو چې د جنوبي او منځنۍ اسيا د سوداګريزو توکو په انتقال کې مهمه برخه ولرو.
ده همداراز ویلي، هغه محصلان چې په ترکمنستان کې يې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې زده کړې کړې وې په افغانستان کې يې د اوسپنې د پټلۍ په پراختيا کې مهمه ونډه اخيستې.
ورته وخت کې د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستيال ویلي، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې نور کسان هم روزو او همداراز يې په دغه برخه کې په افغانستان کې پانګونې ته چمتوالی ښودلی دی.
دواړه لوري به په نورو ريلي همکاريو هم خبرې ولري.




