کابل ( کوه نور ۲۴ سرطان ۱۴۰۴) د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر اېکس پاڼه لیکي، د سرپرست حکومت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د چین هېواد له لانژو نړۍوال خشکه بندر څخه لیدنه کړې او د دغه بندر له مسوولانو سره یې کتلي دي.
حق شناس لیکلي، دغه لیدنه کې دواړو لوریو د هېواد د خصوصي سکتور د پرمختګ لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو، د حیرتان-مزار شریف په نایاب اباد تمځای کې د خشکه بندر د جوړولو او همداراز د دغه دهلېز له لارې د افغانستان پر صادراتي توکو پر لېږدولو ټینګار شوی دی.
د لانژو ښار د چین هېواد د کانسو ولایت مرکز دی چې د جغرافیاوي موقیعیت له مخې د دغه هېواد له مرکزي ولایتونو څخه شمېرل کېږي.




