کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ايران سفارت مرستيال: ايران کې له ۴۰ زره ډېر افغان ماشومان ته يې د زدکړو اسانتیاوې برابری کړي

د ايران مرستيال سفير په مشري ۷ کسيز پلاوي د پوهنې وزارت سرپرست حبيب الله اغا سره کتلي. دوی په دغه ليدنه کې په ايران کې د مېشت افغان کډوالو ماشومانو د زدکړو، ښوونيز حالت او نورو ګڼو مسایلو خبرې کړي. په دغه ليدنه کې د ريښتيني ګاونډيتوب په پاللو او دوه اړخيزو مشترکو ګډو هم ټينګار شوی. د پوهنې سرپرست وزير په ايران کې د افغ…

2023-11-27 02:36 98۱ دقیقې لوستل
د ايران سفارت مرستيال: ايران کې له ۴۰ زره ډېر افغان ماشومان ته يې د زدکړو اسانتیاوې برابری کړي

د ايران مرستيال سفير په مشري ۷ کسيز پلاوي د پوهنې وزارت سرپرست حبيب الله اغا سره کتلي.

دوی په دغه ليدنه کې په ايران کې د مېشت افغان کډوالو ماشومانو د زدکړو، ښوونيز حالت او نورو ګڼو مسایلو خبرې کړي.

په دغه ليدنه کې د ريښتيني ګاونډيتوب په پاللو او دوه اړخيزو مشترکو ګډو هم ټينګار شوی.

د پوهنې سرپرست وزير په ايران کې د افغان کډوالو ماشومانو د ښوونيز حالت په ښه والي، د هغوی لپاره د متوازنو ښوونيزو اسانتياوو برابرولو ټينګار وکړ.

د ايران مرستيال سفير وويل، اوسمهال په ايران کې له ۴۰ زرو ډېر افغان کډوال په زدکړو بوخت دي، چې ټولو ته يې اړينې ښوونيزې اسانتياوې برابرې کړي.

ايراني لوري ډاډ څرګند کړ، چې په دغه هېواد کې مېشت ماشومانو ته به د افغانستان د پوهنې وزارت له غوښتنو سره سم اسانتياوې برابرې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د دوه اړخيزو همکاريو نوی فصل پرانستل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب