کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ایران سفارت استازي کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مشر سره کتلي

هېواد کې په مسلکي زده‌کړو ټینګار؛ د ایران سفارت استازي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له مشر سره لیدلي دي.  د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د  ادارې له سرپرست  سره په کابل کې د ایران د سفارت سره په کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو په پیاوړتیا خبرې کړې دي. د یادې ادارې س…

2024-02-18 07:33 39۱ دقیقې لوستل
د ایران سفارت استازي کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مشر سره کتلي

هېواد کې په مسلکي زده‌کړو ټینګار؛ د ایران سفارت استازي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له مشر سره لیدلي دي. 

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د  ادارې له سرپرست  سره په کابل کې د ایران د سفارت سره په کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو په پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د یادې ادارې سرپرست  غلام حیدر شهامت  په کابل کې د ایران سفارت  له استازي امیر رضا ادیبي سره په دغې کتنه کې ویلي حکومت یې افغانستان سره د مسلکي زده‌کړو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
ورته مهال د یادې ادارې مشر د استاذانو او روزونکو د ظرفیت لوړولو او تدریسي پروګرام د برابریدا، د کیفیت د تضمین  او  په ایرانیو موسسو او ښوونیزو مرکزونو کې له تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د فارغ شویو کسانو  په ګمارولو خبرې وکړې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب