کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ا.ا مشر: نړۍ دې زمونږ کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

د حکومت مشرتابه د کوچني اختر په مناسبت اختریز پيغام کې ويلي، نړۍ سره د اسلامي اصولو په رڼا کې اړيکې غواړي او نړۍ دې هم د افغانستان حکومت ته درناوی وکړي او لاسوهنه دې پکې نه کوي. شيخ هبت الله اخندزاده ويلي، زده‌کړه د ټولنې پرمختګ دی او مسوولان دې په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړي. نوموړي همداراز زياته کړې، چې امنيتي…

2026-03-16 03:11 109۱ دقیقې لوستل
د ا.ا مشر: نړۍ دې زمونږ کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

د حکومت مشرتابه د کوچني اختر په مناسبت اختریز پيغام کې ويلي، نړۍ سره د اسلامي اصولو په رڼا کې اړيکې غواړي او نړۍ دې هم د افغانستان حکومت ته درناوی وکړي او لاسوهنه دې پکې نه کوي.

شيخ هبت الله اخندزاده ويلي، زده‌کړه د ټولنې پرمختګ دی او مسوولان دې په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړي.

نوموړي همداراز زياته کړې، چې امنيتي ځواکونه د هېواد ساتونکي دي او له خلکو یې غوښتی چې ملاتړ يې وکړي.

هغه همداراز له ولسونو غوښتي، چې د نويو راستنو شویو کډوالو سره مرسته وکړي.

دغه پيغام کې همداراز يادونه شوې، چې د امر بالمعروف وزارت د ټولنې د اصلاح او سمون په برخه کې کار کوي او له خلکو څخه غوښتنه شوې چې د ټولنې د اصلاح په موخه دې له ياد وزارت سره همکاري وکړي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب