کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د بخښنې نړۍوال سازمان: پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت ته د نړۍوالې ټولنې نه پاملرنه د اندېښنې وړ ده

د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت د اندېښنې وړ دی. دغه سازمان پر اېکس ټولنیزه پاڼه ليکلي، چې پاکستان ته کډه شوي ډېری افغانان اوسمهال د خپلسري نيول کېدو او شړل کېدو له ګواښ سره مخ دي. د بښنې نړيوال سازمان ويلي: «دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې  پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت ته په نړۍ…

2023-10-02 05:54 104۲ دقیقې لوستل
د بخښنې نړۍوال سازمان: پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت ته د نړۍوالې ټولنې نه پاملرنه د اندېښنې وړ ده

د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت د اندېښنې وړ دی.

دغه سازمان پر اېکس ټولنیزه پاڼه ليکلي، چې پاکستان ته کډه شوي ډېری افغانان اوسمهال د خپلسري نيول کېدو او شړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي: «دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې  پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت ته په نړۍواله کچه پاملرنه نه کېږي.»

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د دې هېواد پوليسو يواځې د جمعې په ورځ اسلام اباد کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نيولي وو، چې ۴۰۰ شاوخوا یې د اسنادو تر کتلو وروسته خوشې کړي او نور لا هم بنديان دي.

د پاکستان حکومت څو وځې وړاندې له دې هېواده د شاوخوا يو میليون افغان کډوالو د ويستلو اعلان وکړ. د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت وايي، د غير قانوني افغان کډوالو د ويستلو طرحه یې د تاييد لپاره پارلمان ته وړاندې کړې ده.

د دغې طرحې له مخې، پاکستان غواړي، ټول هغه افغان کډوال چې دې هېواد کې یې د قانوني اسنادو وخت پای ته رسېدلی وباسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې اوسمها په دې هېواد کې شاوخوا درې نيم ميليونه افغان کډوال مېشت دي، چې ۱.۳ ميليونه یې قانوني اسناد له ځان سره لري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب